د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري نن دوه الوتکې مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۲۶ - ۱۰:۱۵
د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري نن دوه الوتکې مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵مه د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشرانو له لوري د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې په کابل کې د سعودي عربستان د سرپرست سفیر مشعل، افغانستان کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشر فهاد سعد القحطاني او د ملک سلمان د خیریه بنسټ د بېړنیو مرستو مشر فهد العصيمي په شتون کې دوه الوتکې خوراکي او غیر خوراکي مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

په یادو راغلو دوه الوتکو کې ۱۹۷ ټنه مرسته راوړل شوه، چې په کې ۱۶۷۷ کارتنه خوراکي او ۱۹۲ کارتنه غیر خوراکي مرسته شامله ده.  د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته په دې سپارل شوې مرسته کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري څلور الوتکې نوره مرسته په کابل هوایي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي او په نېږدې ورځو کې به ۱۰۰ کانتینره نوره مرسته هم د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د ځمکې له لارې د تورخم په دروازه کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي.

د یادې مرستې پر رالېږلو درې ورځې وړاندې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص او په پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي د مشر استاد سعد الحارثي له لوري په یوه ناسته کې هوکړه شوې وه.

پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي مشر استاد سعد الحارثي ژمنه کړې وه، چې دوی به افغانستان ته د خپلو مرستو پیل د ملک سلمان خیریه بنسټ د خیریه مرستو په رالېږلو کوي.

ټاکل شوې، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغانستان ته ټوله را روانه مرسته به افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي او د افغاني سرې میاشتې له لوري به د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېوزلو هېوادوالو ته ویشل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴
Background image

کابل؛ از نامزدان بست داکتر ام دی تیم اول صحی سیار صحی امتحان اخذ شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

به‌منظور استخدام یک داکتر واجد شرایط و مسلکی برای بست خالی داکتر ام دی تیم اول صحی سیار هلال‌احمر افغانی در ولایت کابل، از نامزدان این بست امتحان تحریری اخذ شد.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۴
Background image

ننگرهار؛ به هزاران بیمار خدمات صحی گسترده ارائه شده است

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت ننگرهار، به ۷۰۸۱۲ بیمار خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

کابل؛ رهبری هلال‌احمر افغانی با سکرترجنرال فدراسیون بین‌المللی دیدار کرد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، و معاون ایشان محترم حافظ عزیزالرحمن، در دفتر مرکزی این اداره با جگن چپه‌گین، سکرترجنرال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS