افغاني سرې میاشتې او آى سي آر سي د بشري همکاریو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۵
bvcfds

چهارشنبه، ۲۸ جمادى الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستيال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د آی سي آر سي د همکاریو له مسؤول ښاغلي ربیع الفقیه سره د ګډو بشري خدمتونو د پیاوړتیا، لا ښه والي او د افغاني سرې میاشتې د روغتیا برخې د روزونکو ظرفیت لوړونې په موخه ناسته وکړه. 
ناسته کې عمومي رئیس د طبیعي پېښو د مدیریت او مالي ملاتړ برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره د کاري شریکانو په ځانګړې توګه د آی سي آر سي د دوامداره همکاریو مننه وکړه، د ګډو خدمتونو پر وړاندې د شته ستونزو د ژر حل او همغږۍ ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه، چې پېښځپلو، راستنېدونکو کډوالو، بې سرپرسته کورنیو او اړمنو ته پر وخت بشري خدمتونه وړاندې کول د کاري شریکانو پراخو مرستو ته اړتیا لري. 
ورپسې په افغانستان کې د آی سي آر سي مسؤول له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو برابرولو تر څنګ به راتلونکي کال کې د روغتیا برخې روزونکو د ظرفیت لوړونې، وچکالۍ ځپلو ته د پاکو اوبو چمتو کولو او د تېرو ناخوالو پر مهال د ورکو شویو وګړو په موندنه کې خپلې مرستې جاري وساتي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۲۰:۳۲
Background image

هرات؛ برای ۷۹ خانواده عودت‌کننده، به‌منظور راه‌اندازی کاروبارهای کوچک، کمک نقدی توزیع شد

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی در چارچوب پروژه تغییرات اقلیمی، مبلغ یک میلیون و ۵۸۰ هزار افغانی کمک نقدی را برای ۷۹ خانواده عودت‌کننده و آسیب‌دیده در ولسوالی‌های شیندند و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۹
Background image

کابل؛ ورکشاپ سه‌روزه هماهنگی ستراتیژیک و پیشرفت اداری آغاز شد

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

ورکشاپ آموزشی سه‌روزه‌ای پیرامون بازنگری هماهنگی ستراتیژیک و پیشرفت اداری برای ۲۱ تن از کارکنان ریاست‌های مالی و تفتیش داخلی، آمریت‌های کنترول و پلان‌گذاری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

هزاران بیمار در ولایت پروان از خدمات صحی هلال‌احمر افغانی بهره‌مند شدند

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پروان، به ۲۴۷۵ بیمار خدماتی چون معاینه، توزیع دوا، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

BACK TO NEWS