د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت ستره پرانیست غونډه ترسره شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۰:۵۳
د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت ستره پرانیست غونډه ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت ستره پرانیست غونډه ترسره شوه! نن د ربیع الأول پر ٣٠مه پلازمېنه کابل کې د رئیس الوزراء د اداري مرستیال، د چارو د ادارې د لوی رییس، افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤل، افغانستان کې د ICRC د نړیوالې کمیټې د مشر،افغانستان کې د ملي ټولنو د یو شمېر مسؤلینو او قومي مشرانو په ګډون د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه ستره پرانیست غونډه ترسره شوه. غونډې ته لومړی د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملاتړی پیغام ولوست،چې په کې له هېوادوالو له افغاني سرې میاشتې سره د ځانګړې اونۍ په ترڅ کې د مرستې د ورکړې غوښتنه شوې وه. ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل "افغاني سره میاشت د هېواد غیر سیاسي او خپلواکه ټولنه ده،چې تر اوسه یې له کوم توپیر پرته تر خپلې وسې زیانمنو، ناروغانو او اړمنو ته خدمات ترسره کړي". نوموړي وویل "زمونږ هڅه دا وي چې د خپلو خدماتو لپاره په خپله لګښتونه پیدا کړو او نور په بهرنیانو پورې هیلې ونه تړو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "ځانګړې اونۍ ځکه په افغانستان کې ټوله اونۍ وي ترڅو هېوادوال مو د اړمنو او زیانمنو په لاسنیوي کې له مونږ سره ګډون ولري او خپل ولسونه له ځمکې راپورته کړو". نوموړي وویل "د ځانګړې اونۍ موخه همدا ده چې هېوادوالو ته دا احساس ورکړو، چې دوی د ولس د لاسنیوي جذبه ولري؛ له ولسه مې هیله ده چې د ځانګړې اونۍ په ورځو کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې ورکړه تر همدې یوې اونۍ محدوده نکړي، بلکې باید د کال له پیله تر پایه همدا احساس ولري". نوموړي وویل "که زمونږ له هېوادوالو څلورمه برخه وګړي هم هره میاشت ١٠٠ افغانۍ افغاني سرې میاشتې ته ورکړي،نو د بېوزلو لپاره به ډېره مرسته راټوله شي؛ مونږ پر دې هم کار کوو، چې څنګه د یوې بوجۍ مرستې له اخیستو هېوادوال وژغورو او پر خپلو پښو یې ودروو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې اعلان وکړ، چې د بېوزلو د لاسنیوي په موخه د یوې میاشتې خپل معاش افغاني سرې میاشتې ته ورکوي او له نورو هم غواړي، چې کم تر کمه د خپل معاش د یوې ورځې تنخوا افغاني سرې میاشتې ته ورکړي. غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره میاشت د ملاتړ او قدردانۍ وړ بنسټ وباله او د خیریه بنسټونو د تقویې هیله یې وښوده نوموړي په خپلو خبرو کې وویل "سره میاشت د دولت غیر بودیجوي واحد دی، چې د بډایو وګړو او ملي ټولنو په ملاتړ خدمات ترسره کوي؛ لازمه ده بډایه هېوادوال افغاني سرې میاشتې ته د ځانګړې اونۍ په ترڅ کې مرستې ورکړي، ځکه افغاني سره میاشت پر همدغو مرستو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو، رواني ناروغانو او معتادینو درملنه او لاسنیوی کوي". ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل "افغاني سره میاشت خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کوي، په طبیعي پېښو کې افغاني سره میاشت موافق فعالیتونه لري؛ زمونږ ملي وجیبه ده، چې افغاني سره میاشت تقویه کړو، ټول باید د سرې میاشتې په ځانګړې اونۍ کې سهم ولرو، که مونږ ټول افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړو، نو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومان په درملنه کې به مو ګډون کړی وي". غونډه کې په افغانستان کې د ICRC د نړیوالې کمیټې مسؤل ایلوا فیلیون، افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤل نیسیفوړ مګندي، افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي توفیق ابراهیم او یو شمېر نورو وګړو هم په خپلو خبرو کې له افغاني سرې میاشتې ملاتړ څرګند کړ.

kkk

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۶
Background image

بغلان؛ ۲.۶ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۵۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب توزیع شد

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال احمر افغانی مبلغ ۲ میلیون و ۶۲۵ هزار افغانی کمک نقدی را به ۲۵۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در شهر پلخمری، مرکز ولایت بغلان، توزیع نمود.

این کمک از سوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۳۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ یک‌روزه کاهش خطرات حوادث برگزار شد

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷ 

ورکشاپ آموزشی یک‌روزه‌ در مورد کاهش خطرات ناشی از حوادث، برای شماری از کارکنان ریاست‌های جوانان و رضاکاران، خدمات صحی و حوادث، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در ولایت کنر رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت کنر، به ۲۰۹۰ خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق واکسین، مشوره. . .

BACK TO NEWS