د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۰:۰
د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

یکشنبه د د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۲۰مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د غونډو په تالار کې د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه ستره لمانځغونډه ترسره شوه شوه. ‏د غونډې په لومړۍ برخه کې د چارو د ادارې لوی رییس ښاغلي شیخ نورالحق انور ګډون کوونکو ته وویل "افغاني سره میاشت یوه خیرپاله ټولنه ده، اوس په هېواد کې بشري خدماتو ته له هر وخت ښه زمینه برابره ده". نوموړي وویل "خیرپال وګړي هغه خلک دي، چې تل یې هڅه وي له هر چا وړاندې په پوره مېړانه د اړمنو لاسنیوی وکړي، چې افغاني سرې میاشتې دا چاره ترسره کړې".

ورپسې نوموړي د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه د رئیس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست. د ښاغلي رئیس الوزراء د پیغام په یوه برخه کې راغلي وو "د افغانستان اسلامي امارت د بشري کړاوونو په راکمولو کې د افغاني سرې میاشتې له موخو او بشرپالو خدمتونو ملاتړ کوي او د ستاینې وړ يې بولي. په همدې اساس له ټولو خیرپالو هېوادوالو، ملي سوداګرو، کسبه کارانو او دولتي کارکوونکو څخه غواړم، چې په خپله خوښه د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بسپنه او نقدي مادي او معنوي مرستو پیاوړې کړي،تر څو وکولای شي د طبعي او غیر طبعي پېښو زیانمن شویو ته په بېړه رسېدنه وکړي".

ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او په خپله وینا کې یې وویل "افغاني سره میاشت له ملته د ملت د خدماتو په موخه رامنځ ته شوې، مونږ په تېر یو کال کې له شاوخوا دوه نیم سوه زره کورنیو سره مرسته کړې او هوډ لرو په راتلونکې کې دغه کچه ډېره لوړه کړو. له تېرو دوه میاشتو راپدېخوا د سوالګرو له تثبیت وروسته د سوالګر د کورنۍ هر فرد ته دوه زره افغانۍ ورکوو". نوموړي وویل "زمونږ د روغتیا برخه په هېواد کې له ۱۵۰ زیات روغتیایي مرکزونه لري او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ګرځندو کلینیکونو له لارې خدمات وړاندې کوو، چې غواړو دغه برخه نوره هم پراخه کړو او روغتیایي خدمات د هېوادوالو کورونو ته ور ورسوو". ښاغلي خالص وویل "سره میاشت ددې ولس د وګړو، نړیوالو شریکانو، د سعودي، قطر او نورو هېوادونو د همکارو ټولنو په ملاتړ او همکارۍ مخ ته ځي؛ همدوی وو، چې په روانو سختو حالتونو کې یې د افغاني سرې میاشتې ملاتړ او لاسنیوی وکړ". د نوموړي پر وینا "که د نظام مامورین د یوې ورځې معاش افغاني سرې میاشتې ته ورکړي، نو د اړمنو به پراخ لاسنیوی وشي. که هر څوک افغاني سرې میاشتې ته یوه روپۍ هم ورکړي، نو هیڅکله به ضایع نشي او تر اړمنو به ورسېږي". ښاغلي خالص د خپل تنخوا د یوې ورځې معاش افغاني سرې میاشتې ته وباښه.

د ځانګړې اونۍ د غونډې ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وویل "افغاني سره میاشت هغه ټولنه ده، چې کله هم زه د پېښې ځای ته په بیړه تللی یم، نو له ځان وړاندې مې هلته افغاني سره میاشت لیدلې؛ فعالیتونه یې د سختې ستاینې دي. د افغاني سرې میاشتې رهبري په خپله د پېښو ځایونو ته ځان رسوي او اړمن له نېږدې ویني او اړتیاوې یې پوره کوي.

غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د کاري شریکانو له ډلې افغانستان کې د سور صلیب ‏د نړیوالې کمیټې مشر ایلیو فیلیون خپله وینا کې وویل "افغاني سرې میاشتې په افغانستان کې پراخ او پیاوړي خدمات ترسره کړي او کولی شي په افغانستان کې روان کړاوونه را کم کړي". فیلیون وویل "مونږ سږ.کال ددې شاهدان وو، چې افغاني سرې میاشتې د هېواد په ډېری سیمو کې پېښځپلو ته لاسرسی درلود".ورپسې افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ په خپلو خبرو کې وویل "افغاني سرې میاشتې وکولی شول په تېر کال کې اړمنو ته پراخې او پر وخت مرستې ورسوي؛ مونږ هوډ لرو له افغاني سرې میاشتې سره مرستې ډېرې کړو؛ مونږ به کوښښ وکړو افغانستان ته د مرستو جلب را زیات کړو".

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۷:۳۳
Background image

بلخ؛ ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب‌ توزیع شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در قریه‌های مختلف ولسوالی شولگره ولایت بلخ توزیع نمود.

این کمک که با حمایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۳
Background image

کابل؛ دو جلسه داوطلبی برای تهیه اعاشه گرم و کمره‌های امنیتی برگزار شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷ 

دو جلسه جداگانه‌ای داوطلبی به‌منظور تهیه ۲۴ قلم مواد اعاشه گرم برای مشمولين داخلی مرستون مرکزی کابل و ۱۸ قلم کمره امنیتی برای ریاست محافظت و مصونیت این اداره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴
Background image

کابل؛ از نامزدان بست داکتر ام دی تیم اول صحی سیار صحی امتحان اخذ شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

به‌منظور استخدام یک داکتر واجد شرایط و مسلکی برای بست خالی داکتر ام دی تیم اول صحی سیار هلال‌احمر افغانی در ولایت کابل، از نامزدان این بست امتحان تحریری اخذ شد.. . .

BACK TO NEWS