کابل؛ ۴۶ ناروغ ماشومان له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۹ نور د درملنې په موخه المان ته واستول شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۱۸
K

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په هڅو او د المان د سولې کلي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ۴۶ تنه هغه ناروغ ماشومان چې د سختو سوځېدنو او د هډوکو د میکروبي ناروغیو د درملنې لپاره المان ته لېږدول شوي وو، له بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول او ۷۹ تنه نور ناروغ ماشومان د لا زیاتو او تخصصي درملنو په موخه المان ته واستول شول.

په همدې مناسبت په کابل هوايي ډګر کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د یادو ماشومانو درملنه یې یو مهم بشري اقدام وباله.

نوموړي د درملنې له بشپړېدو وروسته د ۴۶ ماشومانو د بېرته راستنېدو له امله خوښي څرګنده کړه او المان ته د درملنې لپاره د لېږل شویو ماشومانو د ژر رغېدو او بشپړې روغتیا هیله یې وکړه.

دغه راز، د ماشومانو د بېرته سپارلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د وینا پر مهال د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

نوموړي وویل تر دې دمه په المان کې د شاوخوا ۵۰۳۰ تنو هغو ماشومانو درملنه شوې چې د هډوکو په میکروبي ناروغیو اخته او یا د اور له امله سخت سوځېدلي وو. هغه وویل اوس مهال د تازه لېږل شویو ماشومانو په ګډون ۱۵۳ تنه ناروغ ماشومان په المان کې تر درملنې لاندې دي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د رغېدلو ماشومانو کورنیو ته د هغوی د روغتیا مبارکي وویله او د پاتې ناروغانو لپاره یې د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله وکړه.

د المان د سولې کلي خیریه بنسټ استازي ین یېسن د ۴۶ ماشومانو له بشپړې درملنې وروسته د هغوی بېرته ستنېدل د خوښۍ وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ چې المان ته د لېږل شویو نویو ناروغانو د درملنې بهیر به په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

نوموړي د ناروغو افغان ماشومانو د درملنې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې او د المان د سولې کلي ترمنځ همکاري اغېزمنه وبلله او ویې ویل چې د افغاني سرې میاشتې له همکارۍ پرته د دې بهیر پر مخ وړل ستونزمن دي.

د یادونې وړ ده چې د ماشومانو د سپارلو پر مهال د هغوی کورنیو ته یو اندازه نغدي پیسې او درمل هم ورکړل شول.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري او روغتیايي پروګرامونو له لارې له اړمنو کورنیو سره د ناروغو ماشومانو د درملنې په بهیر کې همکاري کوي او د خپلو نړیوالو کاري شریکانو په ملاتړ، د هغو ماشومانو د تخصصي درملنې زمینه برابروي چې په هېواد کې یې د درملنې امکانات محدود وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۱۲
Background image

دایکند‌ی؛ ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب توزیع شد

پنجشنبه، ۲۴ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در ولسوالی خدیر ولایت دایکندی توزیع نمود.

این کمک که از سوی صلیب سرخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴
Background image

بدخشان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

پنجشنبه، ۲۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بدخشان، به ۴۴۹۰ بیمار سراپا خدمات صحی، از جمله معاینه، توزیع ادویه مورد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

میدان وردک؛ ورکشاپ آموزشی ده‌روزه حمایت روانی و کمک‌های اولیه صحی برای ۴۰ رضاکار به پایان رسید

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی ده‌روزه حمایت روانی، حفظ‌الصحه و کمک‌های اولیه صحی برای ۴۰ رضاکار اناث و ذکور که از سوی هلال‌احمر افغانی در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان. . .

BACK TO NEWS